غزه؛ د اسراييلي اشغالګرو په بمباري کې د اوقافو وزير شهيد شوی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۴۰۲ل)

د الجزیرې تلویزیوني چینل د راپور له مخې غزه کې د حماس حکومت د اوقافو وزیر، د “اقصی” جومات پخوانی امام، او ستر اسلامي دعوتګر “شیخ یوسف سلامه” دصهیونیستي اشغالګرو په هوایي برید کې شهید شوی دی.

د لبنان پلازمېنه بیروت کې د حماس غورځنګ د سیاسي څانګې مرستیال مشر “اسامه حمدان” د نومړي د شهادت پخلی کړی او یوسف سلامه یې د حماس غورځنګ روحاني مشر بللی دی.

د ویلو ده، چې پرغزې تړانګې د صهیونیستي اشغالګرو د وحشیانه عملیاتو له مخې شیخ یوسف سلامه د حماس غورځنګ لومړی لوړ پوړی مشر دی، چې په شهادت رسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button