د امریکا هوایي برید کې د حوثیانو ۳ کښتۍ له منځه تللي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۴۰۲ل)

د امریکایي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی، چې په “بحر احمر” سره سمندرګي کې یې د حوثیانو په جنګي کښتیو هوایي برید کړی ۳ کښتۍ یې ډوبې کړي او عمله یې وژلې ده.

د یمني حوثیانو د پوځي څانګې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د دوی سمندري ځواکونو هڅه کوله په بحر احمر کې د امریکایي اشغالګرو د جنګي بیړیو د پرمختګ مخه ونیسي؛ خو د دوی د بیا بیا خبرداریو سره سره دوښمن خپل پرمختګ ته دوام ورکړ، چې له امله یې نښته رامنځته شوه. د دوی ځینو کښتیو ته زیان ورسید او یو شمېر جنګیالي یې شهیدان او ټپیان شول.

د حوثیانو اړوند دغه سرچینه ادعا کوي، چې په جګړه کې یې د مقابل لوري یوه بیړۍ هم ویشتلې ده، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر امریکایي ځواکونه وژل شوي دي.

د ویلو ده چې د یمن د حوثیانو د اسلامي مقاومت غورځنګ په رسمي توګه د یادې پیښتې په تړاو څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button