کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې، چې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې د حماس اسلامي غورځنګ د وسله والو ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي. وروستي راپورونه وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹ اسراییلي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
صهیونیستي رسنۍ وایي، چې د ۲۹ پوځیانو له ډلې یې ۱۸ تنه حماس ځواکونو سره په مخامخ نښتو او پاتې نور یې په چاودنو او راکیټي بریدونو کې وژل شوي دي.
په ورته مهال د اسراییلو په پلازمېنه تل أبیب کې د لومړي وزیر نتنیاهو پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي او لاریونوال غوښتنه کوي، چې نتنیاهو جګړه بایللې ده. باید له دندې ګوښه شي.
د ویلو ده چې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” ویاند ابوعبیده رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې ده، چې ځواکونو یې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اسراییلي پوځ د یوې چورلکې په شمول ۴۴ زغراول ټانکونه ویجاړ کړي چې په پایله کې یې سلګونو نیواکګرو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

















