د اسراییلي اشغالګرو په هوایي برید کې ۲ خبریالان شهیدان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۴۰۲ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې تېره ورځ د اسراییلي اشغالګرو په وحشیانه بمبارۍ کې د غزې لپاره د الجزیرې د نړېوالې خبرې ادارې د مشر “وائل الدحدوح” د زوی “حمزه الدحدوح” په ګډون دوه تنه خبریالان په شهادت رسیدلي دي.

د الجزیرې خبریال او تصویر اخیستونکی حمزه الدحدوح او ازاد خبريال مصطفی ثريا د غزې په هغې سيمه کې د صهيونيستي رژيم بې پيلوټه الوتکې په نښه کړي، چې د اسرائیلو له خوا د ” امن سیمې” په توګه ټاکل شوې وه.

الجزیرې تلویزیوني شبکې په ژوندۍ بڼه هغه ویډیو هم خپره کړې چې په هغه موټر برید کېږي چې یاد خبریالان پکې سپاره وو.

د ویلو ده، چې نیږدې دوه میاشتې وړاندې د اسراییلي اشغالګرو په هوایي برید کې د غزې لپاره د الجزیرې تلویزیون د مشر وائل الدحدوح د کورنۍ ټول غړي شهیدان شوي و او خپله هم ټپي شوی و.

مربوطه مطالب

Back to top button