د بنګلهدېش ټاکنې؛ شیخ حسینه د څلورم ځل لپاره لومړۍ وزیره وټاکل شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د بنګله دېش پارلماني ټاکنې د “شیخ حسینه واجد” په مشرۍ عوامي لیک ګوند ګټلې دي.حسینې او ګوند یې عوامي لیک له ۳۰۰ پارلماني څوکیو لږ تر لږه ۱۵۲ وګټلې چې په دې سره به پنځه کاله نوره په واک کې پاتې شي. بنګله دېشي رسنیو ویلي، دا پرېکړه د بنګلهدېش اصلي اپوزیسیون ملت پاله ګوند تحریم کړې او دا ټاکنې یې د شرم وړ بللې دي.په دغه هېواد کې خپلواکو ګوندونو ۴۵ څوکۍ او جاتیه ګوند ۸ څوکۍ ترلاسه کړې دي. دویلو ده، چې په رسمي توګه به د ټاکنو پایلې نن دوشنبه اعلان شي.



