غزه؛ موټر بم چاودنه کې ۳۰ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په شمال کې د تېرې شپې په موټر بم چاودنه کې د ځینو مهمو افسرانو په ګډون ۳۰ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
اسراییلي رسنیو خبر ورکړی، د غزې په شمالي “البریج” سیمه کې د پوځیانو هغه لارۍ چې چاودېدونکي توکي پکې بار و او د حماس د یوه کشف شوي تونل د لمنځه وړلو لپاره روانه وه د حماس لخوا په “یاسین 105” ټانګ ضد توغندي په نښه شوه، چې له امله یې د پوځیانو په مینځ کې قوي چاودنه وکړه چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
په ورته مهال د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې ویاند “ابو عبیده” د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو د صهیونستانو دغه له چاودېدونکو توکو ډکه لارۍ موټر یې د یو پوځي مرکز په مینځ کې په نښه کړ، چې په پایله کې یې تر ۱۰۰ تنو ډېر اشغالګر پوځیانو مړه او ټپیان شول.



