عبدالمالک حوثي: امریکا به پر ولسي وګړو د شویو بریدونو درنه بیه پرې کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
د یمني حوثیانو مشر “عبدالمالک الحوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې امریکا او برېتانیا ته خبرداری ورکړی، چې د یمن پر ولسي وګړو د شویو بریدونو درنه بیه به پرې کړئ.
نوموړی زیاته کړې:موږ په الله تعالی کلک باور او ایمان لرو، چې یوه ورځ به د امریکا او برېتانیا په ګډون د نړۍ هر زورور ځواک په ګونډو کړي.
په ورته مهال د حوثیانو د پوځي ځواک “انصارالله” ویاند “جنرال یحیی سریع” المیادین تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا_برېتانیا تېره شپه د صهیونیستي رژیم د ملاتړ په موخه د یمن د پلازمینې صنعا په ګډون په حدیده او تعز ښارونه 73 هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د یمن د وسلوالو ځواکونو ۵ تنه شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
ییحی سریع خبرداری ورکړی، چې اشغالګر دښمن د دې ښکاره جنایت بشپړ مسؤلیت په غاړه لري او بې ځوابه به پاتې نشي، زمونږ وسلوال ځواکونه به د یمن د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د دفاع لپاره به په وچه او بحر کې د دښمنانو اهداف په نښه کړي.
دغه وحشیانه تېری به مونږ د فلسطیني ولس د ملاتړ له دریځ څخه وا نه ړوي. او صهیونیستي بندرونو ته تلونکې ټولې بیړۍ او الوتکې به په نښه کړو.



