ولسمشر اردغان: امریکا هڅه کوي سور سمندرګۍ د وینو په سمندر بدل کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ مرغومي، ۱۴۰۲ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په یمن د امریکا او برېتانیا د تېرې شپې هوایي بریدونو ته توند غبرګون ښودلی دی. اردغان ویلي، چې امریکا او متحدین یې هڅه کوي ترڅو “بحر احمر” سور سمندرګۍ د وینو په سمندر بدل کړي.

ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې په مینځني ختیځ کې څه روان دي د یوې سترې جګړې د پیل مانا لري امریکا-اسرائیل او ځینې نور شیطاني قدرتونه هڅه کوي سیمه نا ارامه کړي.

ولسمشر اردغان خبرداری ورکړی که د جګړې ډګر پراخه شي؛ نو موږ مجبور یو چې د مخنیوي لپاره یې له نظامي لارو چارو کار واخلو.

ولسمشر اردغان زیاته کړې، چې په غزه کې صهیونیستي اشغالګر د حماس ځواکونو سره په جګړه کې له ناکامۍ سره مخ دي او اوس صهیونیستان، امریکا او نور متحدین یې هڅې کوي ترڅو د سیمې نورو هېوادونو ته هم دغه بدمرغه جګړه وغځوي او په غزه کې د خپلو ناکامیو څخه د نړېوالو توجه واړوي.

مربوطه مطالب

Back to top button