د فکرونو په تنویر کې ليکوالانو ته پوره اړتيا

حسان مجاهد

د حق او باطل ترمنځ په سترو معروکو کې هميشه دمسلمانانو وړه ټولۍ دجنګي وسائلو دکمښت سره دکفارو په لوی مجهز لښکر بريالۍ شوې ده. له دې څخه په درس اخیستلو کفارو دا خبره درک کړه، چې ترڅو مسلمانان په خپله عقيده، فکر او تهذیب محکم وي؛ په دوي باندې موږ په پوځي لحاظ هیڅکله نشو برلاسه کېدلای؛ ځکه ددوي جګړه په وسايلو او مادیاتو نه، بلکه دپخې عقیدې په مټ ده، نو په مسلمانانو باندې دبریا لپاره په کار داده چې لومړی دمسلمانانو په افکارو کار وشي، عقیدې يې سوستي او په خپل دين بې باوره شي. ددې پلان دتطبیق سره سم پر افغانستان دير غل پر مهال يرغلګرو دپوځي جګړې ترڅنګ فکري جګړې ته هم په پراخه کچه کار پیل کړ او لکه څنګه چې دافغانستان خاوره اشغال شوه، دا شان دافغانانو فکرونه هم اشغال شو، اوس چې خاوره له اشغاله پاکه ده، په کار ده چې فکرونه هم پاک او بيا ورغول شي او هغه څه ترې ويستل شي، چې ددښمنانو لخوا پکې شل کاله پيچکارۍ کېدل.

دفکرونو په تنویر کې تر بل هرچا ليکوالانو ته زياته اړتيا ځکه ده؛ چې دفوځې جګړې وسايل توپ، ټانک او الوتکې وې او په هغه هرڅوک پوهيدل، اما دفکرې جګړې وسايل رسنۍ، مجلې، ورځ پاڼې، کتابونه، اخبارونه او چاپې نشرات دي او په هغوی محدود کسان پوهېږي چې له جملې يې ليکوالان هم دي، نو دفکرې جګړې مخنيوی ليکوالان په ښه توګه کولای شي. ليکوال په اسانۍ سره کولای شي، په اولسونو کې لوی بدلون رامنځته کړي، يو ليکوال دومره کار کولای شي چې کله يې دپاچا لکونه پوځ نشي کولای، کله د ليکوالانو په مټ يو هيواد په بشپړه توګه فکراً تسخير شې، داسلام مبارک دین تر موږ پورې دليکوالانو په هڅو رارسېدلی ده، ويده ولسونه تل ليکوالانو راويښ کړي دي، که کوم عالم ښه وینا کړې وي نو له وینا څخه یې حاضر خلګ اغيزمن شې او دده له وفات وروسته نوي نسلونه ترې نه وي مستفيد، اما دليکوال اثر تر پيړيو پيړيو پورې دنړۍ په هر ګوټ کې خلګو ته نوی نوی احساس ور بښي. په فکري جګړه کې زموږ مقابل لوری هم له ليکلو زيات کار اخلي، کله يو کتاب په دوه سوه ژبو وژباړي او دنړۍ هر کونج ته يې وليږي، له دې سره د ميډيا له لارې يې داسې ښکاري ليکوالان په کار کړي دي چې په ساده لوحه مسلمانانو يې هره کره ليکنه دمرمۍ په څېر ننوزي، نو مسلمان ليکوالانو ته په کار ده، چې په فکري سنګر کې دښمن ته دليکوالۍ په مټ ماتې ورکړي.

له بعضي اسلام پالو مبارزينو (ليکوالانو) څخه مو په درنښت غوښتنه داده، چې خپله مبارزه نوره هم ګړندۍ کړئ، خپل استعدادونه درک کړئ، او دفکرونو تنوير او دراتلونکي نسلونو سالمه تربیه دځان مسؤليت وګڼئ! . فکري استاد مولوي عبد الهادي مجاهد وايي” د کمونیزم د راتګ مخکې په افغانستان کې تخمیني لحاظ (دوه نیم لکه) کلي وو، که هر کلي کې یو جومات فرض کړو بیا که هر جومات کې پرته له مؤذن او معاون څخه صرف یو تن ملا ونیسو نو مونږ مخکې د کمونیزم څخه (دوه نیم لکه) خطیبان درلودل، اوس آیا دومره شمیر کې عالمانو د کمونیزم په باره کې(دوه نیم لکه) مقالې، رسالې او کتابونه ولیکل؟” که چېري دکمونيزم په خلاف دومره مقالې ليکل شوې وای؛ هيڅکله به دکمونيزم نظريه دهيواد ښارونو او کليو ته دومره په چټکۍ سره نه وغزېدلې. نو اوس تاسې ته په کار ده چې د ټولو باطلو ادیانو او د کفر د معاصرو ډولونو په اړه کره ليکنې وکړئ او مسلمان نسل ترې اګاه کړئ، ترڅو دبيا ځل يرغل پر وخت (خدای مکړه) مسلمانان دخپل دين او وطن په خلاف ددښمنانو تر څنګ ونه دريږي. په فکرې جګړه کې دتسخير شويو فکرونو رغولو ته جدي پاملرنه ځکه په کار ده؛ چې دپوځي جګړې د ورانيو رغول لسيزي نيسې، خو دفکرې جګړې ورانۍ رغول پيړۍ پيړۍ وخت نيسې. دجهاد ستر امام الشهيد السعید ډاکټر عبدالله عزام تقبله الله تعالی وايي: ” اسلامي تاريخ په دوو کرښو ليکل کيږي لومړی په توره کرښه چې دعلماوو دقلم کرښې دي دوهمه سره کرښه چې دشهيدانو ويني دي” په سرو کرښو خو بې شميره شهيدانو اسلامي تاريخ زرين کړ، اوس په کار ده چې تاسی په تورو کرښو دراتلونکو نسلونو لپاره ښه تاريخ پریږدئ. ديو حدیث مضمون ده” دقيامت په ورځ به دعلماوو دقلم رنګ دشهيدانو له وینو سره موازنه شي خو دقلم رنګ به په وینو دروند وي” نو محترمو ليکوالانو! دخدمت موقع لا اوس هم په لاس کې لرئ، کار وکړئ او دکار خلګ جوړ کړئ! وفقکم الله تعالی مزيداً

مربوطه مطالب

Back to top button