کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
اسرائیلي اشغالګر پوځ خبر ورکړی، نن سه شنبه یې په غزې تړانګه کې یې ۲۱ سرتیري د حماس ځواکونو په برید کې وژل شوي دي. په سیمه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د درې میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې دا تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده.
د صهیونیستي پوځ ویاند “دانیل هاګاري” وویل چې احتیاطي ځواکونو یې د غزې په مرکزي برخه کې د دو ودانیو د ویجاړولو لپاره چاودېدونکي مواد ځای پرځای کول چې یوه وسله وال په سیمه کې یونژدې ټانک پر یوه توغندي وویشت.
د دغه برید له امله چاودنې رامنځ ته شوې چې په نتیجه کې یې دواړه دوه پوړیزې ودانۍ دننه پر سرتېرو رانړیدلې دي.
د ویلو ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په یاد برید کې یې ۱۱۲ صهیونیستي اشغالګر پوځیان وژلي دي.