پنجشنبه, جون 12, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ادب

رډې سترګې (لنډه کیسه)

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جنوري 24, 2024
کټګوریانې: ادب, ادبي ليکنې
0
37
ځلې شریک شوی
463
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

شعر/ مدثر همراز

شعر/ ملا عبدالسلام ضعیف 

مرحوم رهبر رحمه الله ته! / فضل باري مشفق

لیکوال: نیاز محمد فیضي
په دره کې توره لړه خوره وه، لېرې څه نه مالومېدل، اسمان وریځ و، ځمکه لنده وه، یو یو څاڅکي د سیند په غاړه وړې وړې څپې جوړولې، د اوبو تاوونه په دره کې ورکېدل، سپینو وړو مرغیو په لویو تېږو لکۍ ښورولې، د الوتونکو او سیند شور د درې چوپتیا ماتوله، د کورونو له بامونو لوږي پورته کېدل.
یو سپی، چې ژبه یې راباسلې وه، د کلي له ماشومانو یې منډې وهلې، د لویې برجورې کلا دروازه وټکېده، هلک دروازه خلاصه کړه او سړي ته یې لاس ورکړه، له خبرو وروسته، د یوې لویې کوټې په لور روان شول، د کوټې له دروازې ګڼ سپین ږیري، چې سپینې او تورې لونګۍ یې پر سر وې را ووتل او د یو چاغ سړي سره په خدای په اماني لګیا شول، دوی هم ور نېږدې شول او له ټولو سره یې ستړې مشې وکړه، له کوټې راوتلي کسان روان شول، دی له چاغ سړي سره یوې لویې کوټې ته ننوت، په کوټه کې د چایو پیالې لا پر ځای پاتې وې، چاغ سړي وویل: نور جانه، پورته د بخارۍ څنګ ته راشه؟ نور جان وویل، نه ملک صیب هوا ګرمه ده، دومره یخ نشته.
ملک هلک ته وویل: و هلکه، چای راوړه او دا بخارۍ ته لږ لرګي هم راوړه، هلک چې د پیالې په ټولو بوخت و، پورته شو او له کوټې ووت.
ملک وویل: ښه نور جانه کلي کور کې څه حال و؟ نور جان څادر خلاص کړ و یې ویل، ملک صیب قراره، قراري وه، ټولو سلامونه کول. ملک وټوخېده و یې ویل (و ع سلام) ښه نو څنګه دې دومره ناوخته پېښه را وکړه؟ نورجان پلترۍ ووهلې، غاړه یې تازه کړه، ملک صیب، مجبوریت وخت نا وخت نه ګوري، څه به یې اوږدووم، ګل میر مې نه پرېږدي، ابله ورځ یې زامنو زما زوی ته لار نېولې وه، خو ښه و، چې هغه په بله لار ترې تللی و، ملک توفداني ور خواته کړه، تاسو ته خو ما دوه کاله مخکې وویل، چې دا لانجه به درخلاصه کړم، خو تاسو و نه منله، نور جان پر سر خولۍ سمه کړ، بس ملک صیب هغلته پوه نشوم، اوس یې را خلاصوه، هسې نه په نوره بدي سره ککړ شو، ملک وویل سمه ده، زه به ګل میر هم راوغواړم او دا موضوع به د قوم له شورا سره هم شریکه کړم.
څو ورځې وروسته، د ملک په حجره کې ګڼ سپین ږیري، چې د شنو چایو پیالې یې مخې ته ایښې وې ناست وو، یو سپین ږیري، چې د کوټې په بر سر کې ناست و او د نصیحت خبري یې کولې، ګل میر او نورجان یې هم یوې او بلې خوا ته ناست وو، سړي خبرې خلاصې کړې. ملک وویل: وروڼو ناوخته دی، اوس که مو خوښه وي، چې دا پرېکړه هسې بیان کړو، ټولو په یوه غږ وویل، بېخي سمه ده ملک صیب، ملک له واړه چرمي پوښ څخه عینکې راوباسلې او پر سترګو یې کړې، یو سپین کاغذ یې له ځمکې ورپورته کړ.
و یې ویل: تاسو ته مالومه ده، چې د نورجان او ګل میر ترمنځ دښمني ډېر وخت ونېو، نو اوس موږ په دې بریالي شوو، چې دا دښمني په دوستي بدله کړو، د ستونزې د ژور حل لپاره به نورجان خپله دویمه لور د ګل میر ورور خدایداد ته په نکاح ورکوي، خلکو لاسونه پورته کړل او دعا یې وکړه.
خلک سره وبوږنېدل، ګل میر او نور جان یې له مټو ونیول، دواړه یې سره غاړه غړۍ کړل او د دوستي مبارکي یې ورکړه، ګڼ کسان له حجرې راووتل او د کورونو پر لور روان شول، دوه کسان چې له کوټې یو ځای را ووتل او پخپل منځ کې یې خبرې کولې، یو وویل سخت ظلم یې وکړ، چې د نورجان پېغله لور یې هغه عمرخوړلي ړانده ته ورکړه، بل وویل: څه ووایم، وايي چې بد ګرځې بد به پرځې.
نور جان او درې نور کسان یو سپین موټر ته وختل، موټر حرکت وکړ، دوی په موټر کې چوپ ناست و، نورجان له ښېښې هغو ونو او پټیو ته کتل، چې له موټر وروسته پاتې کېدل، موټروان موټر ګړندی چلاوو، څو شېبې وروسته موټر د یوې خړې کلا مخې ته ارنګ وکړ، د دروازې له خلاصېدو سره، یو ځوان، چې سور پکول، اوږدې څڼې او جګ سپین بوټ یې په پښو و، را ښکاره شو، ځوان ټولو ته لاس ورکړ، خو نورجان یې لاس ور پورې واهه، نور کسان له ځوان سره د کلا دروازې ترڅنګ کوټې ته ننوتل او نورجان کلا ته د ننه شو، یو کوچني ماشوم، چې په خاورو کې یې لوبې کولې، نورجان ته یې پام شو او غږ یې کړ، اله لالا راغی، د کور هر غړي ستړی مشې ورکوله، دۀ به ورته په خیراوسې ځواب ورکاوه، یوه کوټه، چې دروازه یې خلاصه وه، ورننوت، ګوري چې یوه زړه بوډۍ، بخارۍ ته ناسته ده، هغې په ټوخي کې وویل: زویه ستړی مه شې؟ نور جان بالښت ته تکیه وکړه او و یې ویل خواره مه شې، ګوره ادې تا بیا درمل ندي خوړلې، ځکه ټوخېږې. زړې چې په سینه کې شغا وه و یې ویل، زویه درمل پرېږده، اندېښنه مې وه، دا ووایه، چې نن جرګې څه پرېکړه وکړه؟
نور جان په کوټه کې ناستو او ولاړو ماشومانو او ښځو ته وکتل او بیا یې د دروازې ترڅنګ ولاړې پېغلې ته وکتل، په ونه دنګه پېغله، چې تور ګورګوتي ویښتان یې د مخ پر یو لوري پراته وو، په غټو بڼورو سترګو یې نورجان ته په ځیر ځیر کتل، نور جان سر ټیټ کړ، بوډۍ بیا وویل تا ته وایم، نور جانه ځواب راکړه، څه وشول، نورجان له اوښکو ډکې سترګې راپورته کړې، په ژړندوکي غږ یې وویل: ادې جرګه وشوه، زما نازولې فرېبا یې هغه زوړ ړانده ته ورکړه، چې زما بدبخته زوی ړوند کړی و، په کوټه کې د ژړا چېغې شوې، د لویو له ژړا سره کوچنیانو هم ژړل، نور جان زړې مور په غېږ کې ونېو، دواړو ښه ژړل، ناستې یوې ځوانې مېرمنې په ژړا کې وویل تبا شئ مشرانو، زما نازولې لور خو مو په تنور کې واچوله، څو شېبې وروسته ژړا او ښېراوې غلې شوې، ګوري، چې هغه پېغله پخپل ځای نشته، نور جان غږ کړ فرېبا و فرېبا، خو چا ځواب ور نه کړ، له ځایه پورته شو، یوې نېږدې کوټې ته یې ور منډه کړه، دروازه یې ټېله کړه، خو دروازه بنده وه، بیا یې وویل فرېبا و فرېبا دروازه خلاصه کړه، خو چا ځواب ور نه کړ، دروازه یې په لغته ووهله، دروازه خلاصه شوه، ګوري، چې د فرېبا پښې په هوا کې ځړېږي او رډې سترګې یې چت نېولې.

مخکینې مطلب

غزه؛ د حماس برید کې ۱۱۲ اسرائیلي پوځیان وژل شوي

بل مطلب

يمن د امريکا او برتانيا د تجاوز په لمبو کې

ځانګړي مطالب

ادب

شعر/ مدثر همراز

نشرونکی: ح جلال
مې 21, 2025
ادب

شعر/ ملا عبدالسلام ضعیف 

نشرونکی: ح جلال
مې 19, 2025
ادب

مرحوم رهبر رحمه الله ته! / فضل باري مشفق

نشرونکی: ح جلال
اپریل 24, 2025
ادب

غزل/ جانان خدرخېل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2025
ادب

‏غزه/ لطف اللّٰه خيرخوا

نشرونکی: ح جلال
اپریل 9, 2025

وروستي

د افغان سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ شهاب الدین دلاور په مشرۍ ادارې ناسته کې لازم تصمیمونه ونیول شول

نشرونکی: احسان تکل
جون 12, 2025
0

غزه کې د حماس برید؛ ۲ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
جون 12, 2025
0

د پاکستان له زندانونو ۱۲ تنه افغان کډوال راخوشې او هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
جون 12, 2025
0

تاشکند کې د امارت اسلامي او اوزبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخېدو خبرې شوې

نشرونکی: ح جلال
جون 12, 2025
0

د امریکا او اسراییل پر ایران د ممکنه برید لپاره چمتوالی؛ د منځني ختیځ څخه امريکايي دیپلوماتان او د امريکايي پوځيانو کورنۍ ایستل شوي

نشرونکی: ح جلال
جون 12, 2025
0

القسام په خانيونس کې ۱۲ تنه جاسوسان، غله او لاره وهونکي اعدام او ۳ تنه په پښو وويشتل

نشرونکی: ح جلال
جون 12, 2025
0

د یمني توغندیو له ویرې د نتنیاهو د زوی واده پټنځای کې ترسره کېږي

نشرونکی: احسان تکل
جون 11, 2025
0

په هرات کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۵ کیلومټره نوري فایبر پروژې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
جون 11, 2025
0

امریکايي سفیر: د یمني بریدونو له ګواښ سره حساس مرکزونه او سفارت هم خوندي نه‌دي

نشرونکی: ح جلال
جون 11, 2025
0

انصارالله: حماس د ازادي غوښتونکو لپاره د الهام سرچینه ده

نشرونکی: احسان تکل
جون 11, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • په اسرائیلو د یمن بریدونه؛ درې میلیونه صهیونیستان پټنځایونو ته تښتیدلي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د یمني توغندیو له ویرې د نتنیاهو د زوی واده پټنځای کې ترسره کېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د لوی اختر رخصتۍ وروسته د امارت له ادارو د نظم، حاضري او خدماتو څارنه کېږي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د امریکا او اسراییل پر ایران د ممکنه برید لپاره چمتوالی؛ د منځني ختیځ څخه امريکايي دیپلوماتان او د امريکايي پوځيانو کورنۍ ایستل شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • زلمی خلیل‌زاد: ازبکستان غواړي له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د افغان سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ شهاب الدین دلاور په مشرۍ ادارې ناسته کې لازم تصمیمونه ونیول شول

غزه کې د حماس برید؛ ۲ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

د پاکستان له زندانونو ۱۲ تنه افغان کډوال راخوشې او هېواد ته راستانه شول

تاشکند کې د امارت اسلامي او اوزبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخېدو خبرې شوې

د امریکا او اسراییل پر ایران د ممکنه برید لپاره چمتوالی؛ د منځني ختیځ څخه امريکايي دیپلوماتان او د امريکايي پوځيانو کورنۍ ایستل شوي

القسام په خانيونس کې ۱۲ تنه جاسوسان، غله او لاره وهونکي اعدام او ۳ تنه په پښو وويشتل

د یمني توغندیو له ویرې د نتنیاهو د زوی واده پټنځای کې ترسره کېږي

په هرات کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۵ کیلومټره نوري فایبر پروژې کار پیل شو

امریکايي سفیر: د یمني بریدونو له ګواښ سره حساس مرکزونه او سفارت هم خوندي نه‌دي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com