کابل غونډه؛ پاکستاني سفیر افغان حکومت اقتصاد او امنیت کې مثبتې لاسته راوړنې لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۲)

‏«د افغانستان د سيمه‌ييزې همکارۍ ابتکار» ناسته کې پاکستاني سفیر په خپله وینا کې ویلي، چې په سيمه‌ييز اقتصادي اتصال کې د افغانستان رول محوري ده.

نوموړي زياته کړې، چې د سولې او امنيت په چاپېريال کې د سترو اقتصادي پروژو تطبيق ته زمينه برابرېدلای شي.

نوموړي دغه راز ده پر مشترکو غوښتنو او اندېښنو د مشترک کار غوښتنه وکړه.
ښاغلي نظاماني وويل: افغان حکومت د افغانستان په اقتصاد او امنیت کې مثبتې لاسته راوړنې لري. د سیمې هیوادونه باید په شریکه د افغانستان له حکومت سره خپلو مثبتو اړېکو ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button