کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ اسرائیلي اشغالګرو د گولان له لوړو څخه د پلازمینې “دمشق” په جنوب کې یو شمیر اهداف په نښه کړي.
د سوریې امنیتي چارواکي وایي، چې د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان شوي؛ خو د کره شمېرو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
د یو بل خبر له مخې د سوریې په پلازمېنه “دمشق” کې اسرائیلي اشغالګرو د سپاه پاسداران په مرکزي دفتر هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د یادو ځواکونو د دوه مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي دي.
د ویلو ده، چې ایران تر اوسه د اسرائیلي اشغالګرو د وروستیو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې هم څو ځله صهیونیستي نیواکګرو په سوریه، عراق او یمن کې د ایران اړوند د سپاه پاسداران او قدس ځواکونو په مرکزونو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د یادو ډلو د څو مهمو قوماندانانو په ګډون سلګونه جنګیالي وژل شوي دي.