د غزې شمال کې ۷ اسرائیلي پوځيان وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

په داسې حال کې، چې د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي ريژیم ترمنځ د اوربند هڅې روانې دي. د غزې تړانګې له شمال څخه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې نن د حماس ځواکونو سره په نښتو کې ۷ اسرائیلي ترهګر پوځیان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

د حماس غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې د غزې د شمال په بېلا بېلو برخو کې اسرائیلي نیواکګرو سره نښتې کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

د ویلو ده، چې اسرائیلي پوځ په رسمي توګه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو یو شمېر اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې تېر ۲۴ ساعتونه یې د غزې په شمال او جنوب کې د سر تېرو لپاره خونړي و او ګڼ شمېر پوځيانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button