حماس: صهيونیستي رژيم او امريکا دې د سياسي بریا تمه نه لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۲ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر لوړ پوړي غړي “اسامه حمدان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې صهيونیستي ترهګر رژيم او امريکا دې د سياسي بریا تمه نه لري.

نوموړي، چې د لبنان پلازمېنه “بیروت” کې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل: صهیونیستانو او امریکا ته په څرګندو ټکو ور یادو، هغه څه یې چې د جګړې په ډګر کې ترلاسه نه کړل له سیاسي لارو یې هېڅکله نه شي ترلاسه کولی.

حمدان د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې موږ د خپلو خلکو د اندیښنو له مخې په خبرو اترو کې انعطاف منونکي یو او د غه راز د هغوی بشپړې دفاع ته هم چمتو والی لرو.

د حماس اسلامي غورځنګ دغه لوړ پوړی چارواکی وایي، چې ځواکونو یې د “الأقصی طوفان” مبارک عملیات پیل کړل، چې صهیونیستي ريژیم د فلسطین د قضیې د له منځه وړلو په لټه کې و.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ځواکونو مرال یې غښتلی ده، پوره چمتوالی لري، دوښمن ته یې درانه زیانونه اړولي او اشغالګر له غزې تیښتې ته لارې چارې ګوري.

د حمدان په خبره: د “الأقصی طوفان د امریکایی ادارې ریښتینی څېره بر بنډه او هغه څه په ګوته کړل، چې دوی یې تل د آزادۍ او بشري حقونو په برخه کې درواغجن شعارونه بدرګه کوي.

نوموړي په فلسطنیانو یوځل بیا غږ کړی، چې د روژې د مبارکې میاشتې له لومړۍ ورځې څخه دی “اقصی” جومات ته ستانه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button