هایتي کې پر زندان وسله وال برید؛ ۴ زره بندیان تښتېدلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۲ل)
د کارابین هیواد په هیتي ولایت کې پر یوه زندان باندې د وسله والو له برید وروسته ۴ زره بندیان تښتیدلي او د ډزو په تبادله کې ۴ تنه پولیس وژل شوي دي.
د یاد هیواد چارواکي وایي، چې له زندان څخه په تښتیدلو بندیانو کې د هغې ډلې غړي هم شامل دي، چې په 2021م کې یې د یاد هېواد د ولسمشر وژلی و.
د بهرنیو رسنیو په وینا، په تاوتریخوالي کې وروستی زیاتوالی هغه مهال پیل شو، کله چې لومړي وزیر “ایریل هنري نیروبي” ته سفر وکړ ترڅو هایتي ته د کینیا په مشرۍ د امنیتي ځواکونو د لیږلو په اړه خبرې وکړي.
د یاد هیواد دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې دبرید په مهال په یاد زندان ۴ تنه پولیس وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.



