د يمني ځواکونو ویاند هيواد ورځپاڼې سره مرکه کې: تر ۵۰ ډېرې بيړۍ مو په نښه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۲ل)
نن دوشنبه د هيواد ورځپاڼې په تازه ګڼه کې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ روانې جګړې او د يمني ځواکونو له لوري په سره سمندرګي او باب المندب تنګي کې د اسراييلي، امريکايي او بريتانوي بيړيو د ويشتلو په هکله د يمني ځواکونو د پوځي شورا غړي او د وياندويانو مشر بريد جنرال مجیب شمسان سره ځانګړي مرکه خپره شوې.
مرکه کې ښاغلي شمسان زياته کړې، چې د نومبر مياشتې له نيمايي راهيسي يې د فلسطيني ملت په ملاتړ سره سمندرګي او باب المندب تنګي کې تر ۵۰ ډېرې اسراییلي، امريکايي او بريتانوي بيړۍ ويشتلي.
د نوموړي په وينا که چېرته صهيوني رژيم غزه کې روان وحشت پای ته ونه رسوي، دوی به يې پر وړاندې خپل بريدونه، نه يوازې جاري وساتي، بلکې لا به يې ګړندي کړي.
نوموړي امريکا او اسرائيل په سيمه کې د جګړې د پراخيدو عاملين بللي او په دې اړه يې د ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو دريځ هم ننګولی او ټينګار يې کړی، چې نړۍ بايد د صهيوني رژيم د وحشت مخنيوی وکړي.



