القدس لوا اسلامي اُمت ته: د فلسطين دفاع مو ايماني او وجدانې مکلفيت ده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۲)
د فلسطيني مقاومتي غورځنګ “القدس لوا: وياند “ابو حمزه”په خپله تازه مرکه کې اسلامي اُمت ته په خطاب کې ويلي، چې آيا اوس د دې وخت نه دي رارسيدلي چې د لبنان، يمن او عراق د مجاهدو ملتونو په څير خپل ټوپک او اسلحه پورته کړئ او د فلسطين د دفاع په لارکې وجنګيږئ؟نوموړي مسلمانانو ته په خطاب کې ويلي: لکه څنګه چې تاسو په لمانځه او روژې سره خداي مکلف کړي ياست همداسې د فلسطين دفاع هم ستاسي ايماني او وجدانې مکلفيت ده.ابو حمزه د خپلو خبرو پر دوام ويلي، چې موږ د صهيونيستي دوښمن پر وړاندې په پوره عزم خپلې مبارزې ته دوام ورکوو، صهيونيستي پوځ غزه کې خپل مرال بايللي او د تېښتې په حال کې دي.نوموړي زياته کړې، چې موږ د خپلو بنديانو د خلاصولو، د “اقصي” د دفاع او د مسلمانانو د ګټو د ترلاسه کولو لپاره خونړۍ جګړې ته مخه کړه. موږ به تر هغو خپل مقاومت ته دوام ورکوو، تر څو چې د غزې په ګډون ټول فلسطين د يهوديانو له ناولو منګولو نه وي آزاد شوي. د القدس لوا وياند د خپلو خبرو پر دوام ويلي، چې په تېرو ورځو کې يې ځواکونو د اشغالګرو صهيونيستانو پر وړاندې سلګونه بريالي عمليات ترسره کړي دي.د ابو حمزه په خبره په تېرو څو ورځو کې يې د “الزيتون” په ګاونډ کې د صهيونيسټي ځواک ټول غړي ووژل او ټوټې ټوټې يې کړل.”ابو حمزه خبرداري ورکړي، چې په غزه، لبنان، عراق او يمن کې د اُمت بيداري او فلسطيني ولس سره د يووالي له مخې اسرائيلو سره خبرې نه کوو او د “الأقصي طوفان” مبارکو عملياتو ته به دوام ورکوو.



