کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۳ل)
د روسیې ولسمشر “پوتین” مسکو کې تر خونړیو بریدونو وروسته د کابینې غونډې ته په خبرو کې ویلي:اجازه راکړئ چې اوکرایین د ځمکې له مخه ورک کړم.
ولسمشر پوتین د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې غواړي په اوکرایین کې د جګړې یوه نوې او ځپونکې لړۍ پیل کړي. نوموړي خبرداری ورکړی که هر څوک د اوکرایین ملاتړ کوي هغوی مو دوښمنان دي او حساب به ورسره وشي.
که څه هم د برید مسؤلیت داعش ترهګرې ډلې منلی؛ خو د روسیې څارګره اداره وایي، چې د برید تر شا د امریکا او اوکرایین لاس ده او بریدګرو ته یې د یاد خونړي برید د ترسره کولو زمینه برابره کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې مسکو کې د وړمې شپې په ترهګریز برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۵ تنو ته رسیدلی، تر ۲۰۰ ډېر ټپیان دي، چې له ډلې یې د ۹۰ تنو حالت نازک ښودل شوی دی.