کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې لا هم د غزې تړانګې په ډېرو سیمو د اسرائیلي اشغالګرو وحشیانه بریدونه دوام لري. د مصر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې نړیواله ټولنه لا هم له فلسطیني ولس سره د بشري حقونو په برخه کې غیر عادلانه چلند کوي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام نړيوالې ټولنې باندې توندې نیوکې کړي او په خبره یې غزه کې ناورین روان دی او دوی د اسرائیلو په ظلمونو باندې سترګې پټوي.
د ویلو ده، چې نن هم د غزې په بېلا بېلو برخو کې د اسرائیلي اشغالګرو په وحشیانه بمباریو کې ۳۵ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او سلګونه نور ټپیان دي.


















