کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف اسلامي امارت د افغانستان “واقعي ځواک” بللی دی.
د کابل ټګی کام د راپور له مخې، د روسیې د تاس خبري اژانس په حواله لیکلي، لاوروف نن دوشنبه دا هم ویلي چې مسکو به اسلامي امارت د هغو سازمانونو له نوملړه لرې کړي چې د روسیې بندیزونه پرې لګېدلي دي.
راپور زیاتوي، د روسیې وزیرانو ولسمشر ولادمیر پوتین ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان اسلامي امارت د بندیزونو له نوملړه وباسي.
د راپور له مخې، مسکو اسلامي امارت ته بلنه ورکړې چې راتلونکې میاشت په سن پیترسبورګ کې په یوه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.


















