کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې اسلامي نړۍ غزه کې د اسراييلي اشغالګرو د ټول وژنې ننداره کوي.
ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې اسلامي نړۍ ته تر دې بل لوی شرم نه شته چې اسرائیلو په غزه کې د فلسطیني ولس ټول وژنه پیل کړې؛ خو دوی یې له ډاره غندلی هم نه شي او په مړو سترګو یې ننداره کوي.
ولسمشر اردغان په ملګرو ملتونو هم توندې نیوکې کړي او یاد سازمان یې د څو زورورو هیوادونو مستعمره بللې ده.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشر اردغان یوځل بیا له حماس غورځنګ او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو څخه پر خپل ملاتړ ټینګاری او په اسلامي نړۍ یې غږ کړی چې د فلسطین او غزې په اړه دې یو دریځ خپل کړي او د صهیونیستي ريژیم له ظلم څخه دې د فلسطین مظلوم ولس وژغوري.


















