کابل ټکی کام (جمعه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د یمن د وسله والو ځواکونو له لوري په سره سمندرګې، عدن خلیج، هند سمندر او بحرین خلیج کې د امریکا، برېتانیا او اسرائیلو پر بېړیو بریدونه روان دي امریکا یې په غبرګون کې تېره شپه د پلازمینې صنعا په ګډون د یاد هېواد په ځینو سیمو کې د یمني ځواکونو پر پوځي اهدافو هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د انصارالله مقاومتي غورځنګ د یو لوړ پوړي غړي په ګډون د یمن د وسله والو ځواکونو ۱۳ غړي شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د یمني ځواکونو یوې سرچینې “کابل ټکی کام” ته تائید کړه، چې امریکایي ځواکونو پلازمینه “صنعا” کې یو پوځي هوایي ډګر په نښه کړی، چې په پایله کې یې ۱۰ پوځیان شهیدان شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي. دغې سرچینې دغه راز منلی، چې په مارب ولایت کې هم امریکایي ځواکونو د یمن د وسله وال پوځ درې اډې او ځیني ملکي اهداف په نښه کړي، چې په پایله کې یې د انصارالله غورځنګ د یو لوړ پوړي غړي په ګډون ۵ تنه شهیدان شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي. یادې سرچینې د انصارالله د یاد غړی د هویت په اړه له څه ویلو ډډه کړې؛ خو په خبره یې هویت به یې رسمي سرچینې اعلان کړي. د یادونې وړ ده، چې امریکایي اشغالګرو وروسته له هغه پر یمن انتقامي بریدونه ترسره کړي، چې وړمه ورځ د یمن وسله والو ځواکونو په بېلا بېلو عملیاتو کې د امریکا او اسرائیلو شپږ هغه بېړۍ په نښه کړې، چې د اشغالي فلسطین بندرونو ته روانې وې.


















