کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د الجزیرې نړیوالې تلویزیوني شبکې د راپور له مخې د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو پنځو ښارونو باندې توغندیز بریدونه کړي دي. دغه توغندي، چې د غزې تړانګې له دننه څخه توغول شوي د صهیونستي پوځ دوه مهم مرکزونه پکې په نښه شوي دي. که څه هم تراوسه اسرائیلي ترهګر ريژیم د حماس لخوا په توغول شویو توغندیو کې خپل لوري ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ځینو اسرائیلي رسنيو خبر ورکړی، چې له غزې د توغول شویو توغندیو له جملې ځینې یې په اهدافو لګېدلي دي. د یادونې وړ ده، چې غزه کې له تېرو ۹ میاشتو راهیسې د اسرائیلو لخوا پراخ هوایي او ځمکني عملیات روان دي؛ خو د کتونکو په باور حماس غورځنګ او نورې فلسطیني مقاومتي ډلې لا هم په اسرائیلو د سترو بریدونو د ترسره کولو توان لري.


















