کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” خبر ورکړی، چې ځواکونو یې یوه امریکایي بېړۍ ویشتلې ده.نوموړي، د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې تېره شپه سره سمندرګي کې د امریکایې دښمن په وړاندې بریالي عملیات تر سره کړل.د نوموړي په خبره په یادو عملیاتو کې یې د امریکایې اشغالګرو یوه تجارتي “Propel Fortune” بیړۍ د ۳۷ بې پیلوټه الوتکو په وسیله هدف ګرځولې، چې په پایله کې یې یاده بېړۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوې ده.د ویلو ده، چې په روانه اوونۍ کې د یمن د وسله والو ځواکونو لخوا د ویشتل شویو بېړیو شمېر ۱۵ ته رسیدلی ده، یحیی سریع دغه راز یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې د دوښمن د بېړیو ویشتلو ته به تر هغو دوام ورکوي ترڅو چې د صهیونیستي ترهګر ریژیم لخوا پر غزې تړانګې روان وحشت پای ته نه وي رسیدلی.


















