کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د اسرائیلي پوځ رادیو خبر ورکړی، چې د غزې په جنوبي “رفح” ښار کې یې حماس ځواکونو سره په نښتو کې دوه پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د اسرائیلو پوځ وایي ځواکونو ته یې تېره ورځ هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې رفح ښار کې یې ګزمه کوله او د حماس جنګیالیو برید سره مخ شول. د اسرائیلي پوځ په خبره ټپیان یې روغتون ته رسولي؛ خو د ځینو حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. په ورته مهال د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې په رفح او د غزې تړانګې په شمال کې یې ۱۲ صهیونیستي پوځیان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي. د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس بیا د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر ۴ او د ټپیان ۳۳ تنه ښودلی ده.


















