کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند او د دوحې دریمې ناستې ته د تللي پلاوي مشر “ذبیح الله مجاهد” یادې ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې ،د غزې په جنايتونو کې شريکان نشي کولی موږ ته د بشري حقونو په هکله سپارښتنې وکړي.
مجاهد د خپلو خبرو پر دوام ویلي: له تېر اکتوبر میاشتې راهیسې چې د فلسطین په غزه کې نسل وژنه ادامه لري، دا په تاریخ کې په ژوندي ډول لومړنی خپرېدونکی “جنوسایډ دی”، چې د بشري حقونو دعوه دارو هېوادونو او سازمانونو اعتبار یې له جدي پوښتنو سره مخ کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې مجاهد دغه راز ویلي، چې ځیني لوري چې په مستقیم ډول په دې بشري جنایت کې ښکیل او شریکان دي… هغوی په داسې اخلاقي موقعیت کې قرار نه لري، چې موږ ته د بشري حقونو په اړه لارښونې وکړي او لیکچر راکړي.


















