پرته له شکه چې نور نو د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان، سيمه او نړيواله ټولنه کې د يوه واقعيت په توګه پېژندل کېږي او دا ځکه خو ورځ تر بلې د سيمې د هېوادونو ترڅنګ د نړيوالې ټولنې استازي هم د اسلامي امارت پر حقانيت او واقعيت ګواهي ورکوي او بله چاره هم نه لری، ځکه د همدې اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې د وينې تويېدنې، اخلاقي فساد، زورواکۍ، اختلاس او ګډوډيو بهير ودرېدو او په ټول افغانستان کې د اسلامي امارت تر چتر لاندې داسې يو نظام حاکم شو چې د ټول افغانستان وګړي پکې د امن او امنيت احساس کوي او عزت، مال او ابرو يې پکې خوندې ده.
د دوحې له درېيمې ناستې او تر دې ناستې مخکې د سيمې او نړيوالې ټولنې له ځينو استازو، لکه د روسيې، ازبکستان، هند، ايران، پاکستان او نورو هېوادونو له استازو سره د افغان پلانې ليدنې کتنې په او دې کتنو کې د افغانستان د اسلامي امارت له دريځونو څخه ملاتړ څرګندول دا معنی لري، چې په ټوله کې نړيواله ټولنه ورو ورو د افغانستان اسلامي امارت واکمنۍ منلو ته نږدې شوي دي او زموږ د دې خبرې دليل هم د روسيې د ځانګړي استازې ضمير کابلوف دا خبرې دي چې وايي« نړۍ¬واله ټولنه په ارامۍ سره د طالبانو واک مني» او بايد چې ويې منې، ځکه د دې واک تر شا يو عظم ملت ولاړ دی په سر او مال يې ورڅخه دفاع کړې او کوي يې؛ هو خو دا خبره هم بايد له ياده ونه ايستل شي، چې ځينې وړې مسايلې هم شته چې د اسلامي امارت مسؤولين يې په ګډه د حل پر لارو چارو غور کوي په راتلونکي کې به يوه حللاره ورته را ويستل شي. زموږ باور دا دی چې يوه ورځ نه يوه ورځ به نړيواله ټولنه په د افغانستان اسلامي امارت په حقانيت اعتراف کوي او دا ورځ لرې هم نه ده. ان شاءالله!