کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د لبنان په جنوب د صهیونیستي اشغالګرو لخوا درنې هوایي بمبارۍ روانې دي. له سیمې تازه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې حزب الله غورځنګ یې په ځواب کې د اسرائیلو په شمالي “کفار زیتیم” ښارګوټي کې یوه پوځي اډه په نښه کړې ده. د حزب الله غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د لبنان په جنوب د صهیونیستي اشغالګر ريژیم په هوایي بریدونو کې ۱۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي، چې له ډلې یې یوازې دوه تنه د یاد غورځنګ جنګیالي دي او پاتې نور ملکي وګړي دي. یادې تلویزیوني شبکې دغه راز ادعا کړې، چې د اسرائیلو په شمالي “کفار زیتیم” ښارګوټي کې یې د صهیونیستي ريژیم پر یوې پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ګڼو اشغالګرو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

















