کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د قرغزستان له لوري د ممنوعه سازمانونو له ليست څخه د اسلامي امارت د نوم ايستلو هرکلی کړی او دا چاره يې له نړۍ سره د اړيکو د پياوړتيا برخه کې مهم ګڼلی دی.
د بهرنيو چارو وزارت وياند، ښاغلي عبدالقهار بلخي، په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې اسلامي امارت د قرغزستان د پرېکړې هرکلی کوي، نوموړي زياته کړې چې د قرغزستان له لوري دا ګام سيمه او نړۍ کې د اسلامي امارت په تړاو د سياسي او ډيپلوماتيک درک د رامنځته کېدو ښکارندويي کوي.
بايد وويل شي چې د اسلامي امارت له حاکميت وروسته که څه هم نړۍ په اعلان شوي ډول اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی؛ خو د سيمې او نړۍ ډېر هيوادونه له اسلامي امارت سره ښې اړيکې او تعامل لري او دغه چاره په چټکۍ سره مخته ځي.


















