کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۳ل)
د فلسطين د حماس اسلامي غورځنګ اړوند د القسام لوا ویاند ابو عبيده وايي: موږ ایران ته د هغه ځواب مبارکي وایو چې د اشغال شوي فلسطین ټوله جغرافیه یې تر پوښښ لاندې راوسته(دغه برید) جنایتکارو نیواکګرو ته سخت او غاښ ماتوونکی ګوزار دی.
ابو عبيده دغه راز ویلي، چې نن شپه د اسلام په تاريخ کې يوه ځانګړې شپه ده او بايد ټول مسلمانان د فلسطين په ازادۍ کې برخه واخلي.