کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۳ل)
ایران د سلګونه بالستیک توغندیو پر مټ تل ابیب په نښه کړ. داسې توغندي چې ۱۲ دقیقو کې تر تل ابیب رسېدلي.
ایران وايي، په دې توغندیو یې د اسرائیلو پوځي اډې او مرکزونه په نښه کړې.
ایراني رسنۍ وايي، چې ۸۰ سلنه توغندي پر اهدافو لګېدلي؛ شنډ شوي نه دي. اسرائیلو منلې چې پوځي مرکزونه یې په نښه شوي دي.
ایران وايي، چې دا د شهید هنیه، حسن نصرالله او پر لبنان د برید غچ و.
تر دې دمه د ایران په بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه کره معلومات نشته.