لبنان کې څلور صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۳ل)

له لبنان ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د حزب الله ځواکونو په کمین کې ۴ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

د اسرائیلو ۱۲ خبري شبکې منلی، چې ځواکونه یې نن سهار وختي د جنوبي لبنان په “العدیسه” سیمه کې د حزب الله ځواکونو له برید سره مخ شوي څلور یې وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې حزب الله غورځنګ د برید مسؤلیت منلی او په خبره یې لسګونو صهیونیستي پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button