کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۳ل)
المیادین رسنۍ ساعت وړاندې خبر ورکړی، چې قبرس کې د اشغالګرو اسرائیلو سفیر د دوو نورو کسانو سره یوځای تښتول شوی دی.
بلخوا اهل بیت خبري اژانس ویلي، چې قبرس کې اسرائیلی سفیر له ساحل څخه تښتول شوی او یو نامعلوم ځای ته وړل شوی.
یاد اژانس زیاتوي، چې نوموړي سره اړیکه قطع شوې ده.
رویټرز په دې اړه خپور کړي خبر کې ویلي، چې قبرس امنیتي چارواکو د دې اختطاف تائید کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي اشغالګر رژیم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.