کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۳ل)
سکای نیوز نړیوالې تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د نن ورځې په جریان کې د جنوبي لبنان په بېلا بېلو سیمو کې حزب الله ځواکونو سره په خونړیو نښتو کې ۱۴ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
په ورته مهال د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس د پوځي چارواکو له قوله ویلي، چې جنوبي لبنان کې یې ۹ پوځیان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د لبنان د اسلامي مقاومتي غورځنګ “حزب الله” اړوند المنار تلویزیوني شبکې ادعا کړې، چې د صهیونیستي اشغالګرو ځمکنی یرغل یې په شا تمبولی او د نښتو په ترڅ کې یې ۳۳ صهیونیستي پوځیان وژلي دي.