د افغان مرستیال لومړي وزیر ملا عبدالغني برادر په حضور کې د طوطي میدان ګازو د استخراج تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۳ل)

دغه تړون د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په پانګونې سره د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج لس کلن تړون دی.

د دغه تړون له مخې قراردادي کمپنۍ په لومړي کال ۱۰۰ میلیون ډالره او د لسو کلونو په جریان کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوي، چې له استخراج شوو ګازو څخه په لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰میګاواټه ګازي برېښنا هم تولیدوي.

د فاریاب ولایت د طوطي ميدان ګازو زېرمې شاوخوا اووه زره کيلومټره مربع مساحت لري چې د استخراج په پیل سره به یې تر ډېره حده د هېواد د ګازو اړتیاوې پوره او زرګونو هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button