د تدارکاتو کمېسیون ۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې شوې دي.
غونډې ته ټولې ۳۴ پروژې وړاندې شوې وې چې د ۲۱ پروژو تر منظورۍ سربېره، په ۱۲ نورو پروژو کې لازم تعدیلات هم تایید شوي دي.
په منظور شوو پروژو کې د کونړ د مناګي برېښنا بند بیارغونه، د پنځو ولایتونو په هوايي ډګرونو کې د ګمرکونو لپاره د سکنرونو اخیستل او په څو ولایتونو کې د عمومي روغتونونو جوړول شامل دي.



