بامیان کې د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت درې ښاري پروژې پیل شوې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د بامیان ښار په مرکز کې د ۱۹ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د درېیو ښاري او بنسټیزو پروژو عملي چارې پیل شوې.
په دغو پروژو کې د غلغله بازار د یو کیلومتر سړک قیر اچونه، د ښاروالۍ څلورلارې د ۷۵ مترو سړک قیر اچونه او د عیسیخان دښتې نوي ښارګوټي کې د ۳۲۰ مترو سړک کانکریټ کول شامل دي.
د بامیان ولایت مقام وايي، د دغو پروژو موخه د ښاري زیربناوو ښه کول، د خلکو د تګ راتګ اسانتیا او د ترانسپورتي وضعیت ښه والی دی. مسوولين وايي، یادې پروژې به د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو له مخې بشپړې شي.



