فراه کې د ۱۳۹ ټنو غیرمعیاري ودانیزو او نساجي توکو د واردېدو مخه ونیول شوه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۵ل)

د معیار او کیفیت ادارې وايي، د فراه د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې یې د څه باندې ۱۳۹ ټنو غیرمعیاري ودانیزو او نساجي توکو د واردېدو مخه نیولې ده.

 د ادارې په وینا، په نیول شویو محمولو کې ګاډر، کاشي، سرامیک او ۲۱.۴۶ ټنه غالۍ شاملې وې چې ۲۰۰ دانې غالۍ پکې موجودې وې.

اداره زیاتوي، یاد توکي له تخنیکي ارزونې وروسته له کورنیو معیارونو سره ناسمون لرونکي وپېژندل شول او بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شول. د معیار او کیفیت اداره وايي، په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت کنټرول بهیر دوام لري او له غیرمعیاري او د عامې روغتیا لپاره زیان رسوونکو توکو سره به جدي چلند کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button