کابل ټکی کام (جمعه، ۲۷ تله، ۱۴۰۳ل)
د الجزیرې او نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخي د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر او غزه کې د یادې ډلې مهم پوځي قوماندان “یحیی سنوار” صهیونیستي پوځیانو سره په یوه مخامخ نښته کې شهید شوی دی.
حماس غورځنګ که څه هم د دې راپور تر جوړېدو د نوموړي د شهادت پخلی نه دی کړی؛ خو حماس ته نږدې ټولنیزو رسنیو تائید کړی، چې سنوار شهید شوی دی.
په ورته مهال د صهیونیستي ريژیم لومړي وزیر او پوځ هم د نوموړي شهید کېدل منلي دي.
سنوار د صهیونیستي ريژیم د پوځ په پلان شویو عملیاتو کې نه دی شهید شوی، بلکې د غزې په سویلي ښار “رفح” کې په تصادفي ډول له صهیونیستي ځواکونو سره نښته کې ښکیل شوی.
د پېښې ځای کې په یوه اخیستل شوي عکس کې ښکاري، چې سنوار پوځي جامې اغوستي او د یو اسرائیلي ټانک په ډزو د نړېدلې ودانۍ په ویجاړیو کې مړ پروت دی.
د یادونې وړ ده، چې شهید یحیی سنوار په ۱۹۶۲م کال کې د غزې د سویل په رفح ښار کې د کډوالو په خان یونس پنډغالي کې زېږیدلی و. دی پنځه کلن و چې اسرائیلو دا ځای د ۱۹۶۷م کال د منځني ختیځ په جګړه کې له مصره ونیو. نوموړي د اسرائیلو په زندان کې ۲۲ کاله تیر کړي و، په ۲۰۱۰م کال کې د یو اسرائیلي پوځي په بدل کې له زندان څخه خوشې شو، په اسرائیلو د تېر ۲۰۲۳م کال د “طوفان الأقصی” عملیاتو طراح بلل کېده او څو میاشتې وړاندې د ایران په پلازمېنه تهران کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر “اسماعیل هنیه” له شهادت وروسته د یادې ډلې د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو.


















