رویټرز: یحیی سنوار غزه کې د صهیونیستي پوځ لخوا په نښه شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۳ل)

رویټرز او ځینو نورو رسنیو خبر ورکړی، چې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي مشر یحیی سنوار د فلسطین په غزه کې د اسرائیلو لخوا په نښه شوی دی.

رویټرز د خپلو سرچینو په قول لیکلي:”د اسرائیلي ځواکونو لخوا هغه ځای په نښه شوی؛ چیرته چې د حماس غورځنګ مشر یحیی سنوار اوسېدو.”

حماس بیا تراوسه ددغه خبر په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې ‏په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول د اسرائیلي اشغالګرو لخوا ادعاوې کېدې چې ګواکی د حماس غورځنګ مشر یحیی سنوار یې په نښه کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button