د شراب نوشۍ محفل کې د غم خبر

لیکنه: م.ی شهید زوی
لاهم د خوښۍ جشنونه او د شراب نوشۍ مېلې نه وې خلاصې شوې. له خوشحالۍ څخه د ډېرو شرابو څښلو له امله د محفل د ګډنوالو د سترګو کاسې ځوړندې معلومېدې.
په محفل سر تر پایه خمار او سرور خپور وو.
د پوځ یو جنرال وویل، اوس به ډېر ژر صلیب اوچت او مقاومت وځپل شي. یو بل جنرال په داسې حال کې چې د آل سعود شرکت له خوا جوړ شوي د عربي شرابو جام یې له شنډو لرې کړ په ډېر غرور یې وپوښتل، د اسامه ابن لادن او د ملاعمر مرګونو ډېر کیف درلود، که د اسمعیل هنیه؟
په ځواب کې یې د “ژوندی دې وي زموږ صدر اعظم او تل دې وي زموږ زړور پوځ” نعرې اوچتې شوې.
د پوځ لوی درستیز د یوې شېبې لپاره د اسلامي امت له برم څخه ډکه ماضي باندې له سوچ کولو وروسته په اندېښمنه لهجه وویل، په داسې حال کې، چې زموږ جکړه یوازې له حماس سره نه، بلکې په دې پلمه له اسلام سره ده، که د عربانو یو هېواد هم برید راباندې وکړ بیانو د اسمعیل هنیه او یایې د بل ځای ناستي وژل کېدل موږته ګټه نه کوي او …
نتنیاهو یې خبره ور غوڅه کړه” کوم عربان یادوې؟ دا اوس، چې زموږ زړور پوځیان غزه کې د عربانو په خپلو کورونوکې له ښکلو نجونو او ښځو سره کومې مزې کوي او نن سبابه ډېر اسرائیلیان هم و زېږوي، عربان چې نن په خپل ناموس غیرت نه کوي، تاسو ډاډه اوسئ، چې که له دې نه بله سخته ورځ هم د غزې په مسلمانانو راشي زموږ عرب ګاونډیان موږ ته خطر نه جوړوي، ځکه ټول عربان د القاعدې غوندې ترهګر نه دي. او بل دا چې د سعودي عربستان په ګډون موږ له ډېری عربي حکومتونوسره دیپلوماتیکي او تجارتي اړیکې لرو.” یوبل جنرال د شرابو جام پر سر له اړولو وروسته پر مېز کېښود او څه ویل یې غوښتل، چې یو ناڅاپه د ټولو جنرالانو او په تالارکې د ناستو کسانو پام د بنیامین نتنیاهو ورواوښت، چې یو کس یې په ډېرې وارخطایی په غوږکې څه ویل.
نتنیاهو په داسې حال کې، چې د نشې خماریې الوتی وو او له سترګوڅخه یې ډار له ورایه څرګندېده، په مجلس یې د ژورې اندېښنې په حال کې نظر واچاوو او د خپلې وېرې د پټولو له هڅې سره یې وویل، ملګرو! *یحیی سنوار* د اسمعیل هنیه ځای ناستی ټاکل شوی.
د دې خبر په اورېدو د پوځ د جنرالانو د شراب نوشۍ مېله په غم او ماتم واوښته او نشه یې هم په ډار ورته بدله شوه، ځکه د اسمعیل هنیه شهادت باندې د خوښیو په اوج کې د *یحیی سنوار* ټاکل کېدو د اکتوبر ۷مه بیا ور یاده کړه.
*تقبله الله ورحمةًواسعةً واسکنه فسیح جناته.*



