کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې شمال کې حماس ځواکونو سره په خونړیو نښتو کې ۲ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د لبنان له جنوب بیا راپورونه وایي، چې د حزب الله اسلامي مقاومتي غورځنګ د ځانګړو “رضوان” قطعې ځواکونو سره په نښتو کې ۵ صهیونیستي پوځیانو ژوند بایللی، لسګونه ټپیان شوي او څلور یې ژوندي نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې صهیونیستي ريژیم شیبه وړاندې د لبنان په جنوبي سیمو او پلازمېنه بېروت تازه هوایي بریدونه کړي دي اسرائیلي رسنیو ادعا کړې، چې په یادو بریدونو کې یې د حزب الله یو لوړ پوړی قوماندان شهید کړی دی؛ خو یاد غورځنګ لا تر دې دمه د صهیونیستي ريژیم د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د حزب الله ځواکونو اړوند یوې بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلو د لومړي وزیر کور په نښه کړ او نن ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې په یاد برید کې د نتنیاهو زوی وژل شوی دی.


















