کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
اسرائیلي پوځ خبر ورکړی، چې جنوبي لبنان کې یې د یو قوماندان په ګډون ۵ تنه پوځیان وژل شوي دي.
اسرائیلي پوځ ته نږدې ۱۲ خبري شبکې د پوځي چارواکو په حواله ویلي، چې یاد قوماندان او پوځیان یې د حزب الله ځواکونو کمین سره مخ شوي او درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
د یادونې وړ ده، چې د حزب الله غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې د برید پخلی کړی او ادعا یې کړې، چې برید کې یې لسګونو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


















