کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې شمال کې د حماس اسلامي غورځنګ ځواکونو سره په نښتو او چاودنو کې ۲۰ صهیونیستي پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو المیادین خبري آژانس ته ویلي، چې ځواکونو یې تېره شپه او نن ورځ په یو لړ بریدونو کې د منفور او ترهګر اسرائیلي ريژیم ۲۰ تنه پوځیان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ريژیم تر دې دمه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ نیمه دولتي خبري آژانس غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.


















