کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د حکومت او تحریک انصاف ګوند ترمنځ خبرې اترې بې پایلې پای ته رسېدلي او لاریون کوونکي ډي چوک “دیموکراسۍ” څلور لارې ته نږدې شوي ورسره هممهاله د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو هم زور اخیستی دی.
له اسلام آباد وروستي ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د عمران خان د میرمنې “بشری بي بي” په مشرۍ د زرګونو لاریون کوونکو کاروان د پلازمینې حساسې “ریډ زون” ته ننوتلی، د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، چې تر دا مهاله پکې یو پولیس او ۴ رینجرز سرتیري وژل شوي او تر ۱۰۰ تنو نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د پلازمینې کنتروال د پاکستان وسله وال پوځ په لاس کې اخیستی او د پوځ له مرکزي قوماندانۍ د لاریون کوونکو د ویشتلو امر یې هم تر لاسه کړی دی.


















