کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
اسرائيلي رسنيو د لبنان د حزب الله غورځنګ له لوري د توغنديزو بريدونو خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې دوی شاوخوا ۳۴۰ توغندي د اسرا ئيلو پر لور توغولي دي.د اسرا ئيلو د پوځ راډيو اعلان کړی، چې حزب الله پر اسرا ئيلو ۳۴۰ توغندي او بې پيلوټه الوتکې توغولي او دې بريد په تل ابيب کې «سخت زيان» اړولي دي.رويټرز خبري اژانس د لبنان د حزب الله دغه توغنديز بريد «پراخ» بللي او د خپلو سرچينو په حواله يې ويلي، چې د دې بريد په پايله کې تل ابيب ته څېرمه کورونه ويجاړ شوي دي.د اسرا ئيلو له بېلابېلو سيمو څخه د حزب الله له سختو بريدونو وروسته خپرې شوې ويډيوګانې هغه شېبې ښيي چې توغندي د اسرائيلو پر څنډو او تل ابيب ته څېرمه د استوګنې پر ودانيو لګېدلي دي.الجزيرې خبر ورکړی چې د دې بريد په پايله کې په اسرائيلو کې ګڼ کسان ټپيان شوي دي.


















