کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې حماس ځواکونو سره په نښتو او چاودنو کې ۷ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” یوې سرچینې د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ادعا کړې، چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په صهیونیستي ترهګرو لسګونه بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
یادې سرچینې ویلي، چې د ۶ وژل شویو صهیونیستي پوځیانو له ډلې یې ۴ تنه د غزې شمال کې په مخامخ نښتو او ۲ تنه نور یې د غزې په جنوب او رفح کې په چاودنو کې وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي ترهګر ریژیم تر دې دمه غزه کې خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو پخلی نه دی کړی؛ خو د اسرائیلو ۱۲ نیمه دولتي آژانس خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې شمال کې یې ۳ پوځیان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.


















