يمني ځواکونو د اشغال شوي فلسطين يافا سيمه کې صهيونيستي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

د‌ يمني ځواکونو لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې داشغال شوي فلسطين يافا سيمه کې صهيونيستي اهداف د توغندیو پر مټ په برياليتوب سره له منځه وړي دي.
اعلاميه زياتوي چې د فلسطین د مظلوم ملت او مبارزینو د ملاتړ او د اسراییلي دښمن د هغو جنایتونو د غچ اخیستلو په موخه چې زموږ د وروڼو په وړاندې یې په غزې کې ترسره کړي، د یمن وسله‌والو ځواکونو د الله تعالی په مرسته د اشغال شوې یافا په سیمه کې یو حیاتي هدف په نښه کړ. دا عملیات د فلسطین2 نومي فوق‌الصوتي توغندي په وسیله ترسره شول، چې په بریالیتوب سره خپل هدف وویشت.
په اعلامیه کې ويل شوي، چې د دوی له لوري ترسره کېدونکي عملیات د دیني، اخلاقي او انساني مسؤليتونو د ترسره کولو یوه برخه ده، ترڅو د غزې او لویدیځې غاړې مجاهدینو ته ملاتړ او مرسته وړاندې شي.
په خبرپاڼه کې ګواښ شوی، چې د دوی عملیات به تر هغه دوام ولري، ترڅو چې پر غزې د صهيونيستي اشغالګرو بریدونه او محاصره په بشپړه توګه پای ته نه وي رسېدلي

مربوطه مطالب

Back to top button