سوریه؛ پلازمېنه دمشق کې د اپوزیسیون پلویانو لاریونونه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې تېره شپه د سوریې د پلازمینې دمشق په ځینو سیمو کې د “بشارالاسد” د پرځیدلي ريژیم سیاسي مخالیفونو “د سوریې د ملي یوالي” د ټلوالې ګڼ شمېر غړي لارو کوڅو ته راتلي و او لاریونونه یې کړي دي.
د یادې ټلوالې مرکز چې د ترکیې پلازمېنه “انقره” کې د ملاتړو یې په سوریې د اسرائیلو وروستي بریدونه او پکې د سوریې د دفاعي ځواکونو د تجهیزاتو تخریب په کلکو ټکو غندلی او دغه راز یې په دمشق د واکمنې ډلې “تحریرالشام” له مشر ابو محمد الجولاني غوښتنه کړې، چې د منځ مهالي حکومت موده دې لنډه کړي او هر څه ژر دې ټول ټاکنو ته لاره هواره کړي.
دوی ادعا کوله، چې مشران یې په نړیوال سټیج مطرح دي او کولی شي سوریه کې روان بحران پای ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکایي ځواکونو ګڼ شمېر قوماندانان د سوریې کُرد مېشتو سیمو ته ورغلي او د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو سیاسي او پوځي قیادت سره یې په روانو حالاتو خبرې اترې کړې وې. د ویلو ده، چې دا مهال د سوریې نږدې ۴۰ سلنه خاوره د کُرد وسله والو په ولکه کې ده



